خبرونهاقتصادټولنه

د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره بازار جوړ شو

کابل، د چنګاښ ۱۶ مه، باختر
د سالنګ ولسوالۍ مسوولین په دې ولسوالۍ کې د چهار شنبه او جمعه بازار د جوړېدو خبر ورکوي.
د سالنګونو ولسوال قاري محمد عمر سالنګي پرون د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بازار د خلکو په وړانديز او د دغې ولسوالۍ د رهبرۍ د هڅو په پایله کې په میدان باغ ساحه کې جوړ شوی دی.
هغه وویل، چې د هټيو په جوړېدو سربېره د دې ولسوالۍ له ګوټ ګوټ او ګاونډيو ولسواليو خلک خپل محصولات په بېلابېلو برخو کې بازار ته وړاندې کړي، چې سلګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د سالنګ ولسوال زياته کړه چې د دغه بازار له جوړېدو مخکې د دې ولسوالۍ خلکو خپل مالونه او د اړتيا وړ توکي له جبل السراج ولسوالۍ څخه راوړل.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه بازار له جوړېدو خوښ دي او د یاد بازار په پراختیا او ملاتړ ټينګار کوي.
د یادونې وړ ده چې دا دریمه ولسوالۍ ده چې په دغه ولایت کې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره په مشخصو ورځو کې بازار جوړېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته