خبرونهاقتصادټولنه

د پلازمېنې پراختیا زون به ډېر ژر د ښار جوړولو او ځمکو په وزارت کې مدغم شي

 کابل، غبرګولي۹مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د پلازمېنې د پراختیا زون ادارې د ادغام کمېټې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې پر دې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي د پلازمېنې د پراختیا زون ادارې د بشري سرچینو، مالي، تدارکاتي او نورو برخو تشکیلات له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره له زیان پرته مدغم شي.

د کمېتې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل او ډېر ټینګار پر دې و چې مسلکي او علمي کادرونه باید د وزارت په تشکیل کې راشي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي ګدونوالو ته سپارښتنه وکړه چې دغه پروسه دې ژر پای ته ورسوي او هر ګام دې په پوره احتیاط او پاملرنه پورته کړي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته