خبرونهاقتصاد

د پلخمري د غوري سمنتو فابریکې  د درېیمې برخې د جوړولو چارې پیل شوې

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د پلخمري د غوري سمنتو فابریکې د ترقي بڼ د درېیمې برخې د جوړولو چارې پرون پیل شوې.

د غوري سمنتود فابریکې مالي او اداري مسوول عبدالوکیل قیومي د باختر آژانس خبریال ته وویل، د ترقي بڼ ۳ مه برخه چې د دغه بڼ د لومړۍ او دویمې برخې بشپړونکې ده، ټاکل شوې ده د بادامو د ۱۰۰۰۰ نیالګیو او د هینګ د ۵۰۰۰ بوټو په ګډون د پستو ۲۰۰۰ نیالګي د دغه بڼ د درېیمې برخې په مناسبو ساحو کې کېنول شي.

د غوري سمنتو د فابریکې مسوولینو د ترقي بڼ پروژه په افغانستان کې د بڼ جوړولو یو له سترو پروژو څخه وبلله چې ۱۳۸ هکتاره مساحت لري.

ښاغلی قیومي د ترقي بڼ د جوړولو هدف د غوري سمنتو د فابریکې د جایدادونو د غصبولو مخنیوی او له بله پلوه د فابریکې د مالي بنسټ پیاوړتیا وبلله.

د یادونې وړ ده چې تېرکال د ترقي بڼ د هندوانو او د خټکیو د پلورنې له لارې زیات عواید ترلاسه شوي وو.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته