ټولنه

د پلخمري عمومي سړک د دواړو غاړو د پاکولو کار پیل شو

کابل/ د سلواغې ٦ / باختر
د بغلان ښاروالۍ او ترافیکو ریاست د ګډو هڅو په پایله کې د دعمومي سړک د دوو غاړو د پاکولو چارې پیل شوې.
د پلخمري ښاروالۍ رياست سکتوري رييس انجنير رازمحمد د باختراژانس خبريال ته وويل: په دې بهير کې د پلخمري ښار د عمومي سړک د دواړو غاړلو پاکول چې د پخواني زندان له ساحې څخه د بغلان تر پخواني بندر پورې شامل دي د ولايت د مقام په لارښوونه پیل شوي او پرېکړه شوې چې د سړک دواړه غاړې له خنډونو څخه پاکې شي.
د سکټوري آمر له عمومي سړک څخه منځنۍ اسيا ته د ترانزيټي کرښې په توګه او د هېواد له مرکز سره د شمال او شمال ختيځ د نښلولو نقطه ياده کړه او د موټرو د تګ راتګ او د دې لويې لارې دواړو غاړو څخه د خنډونو لرې کول مهم او اړين وبلل او څرګنده يې کړه چې د ښار په هره برخه کې د ګرځنده پلورونکو د بيا ميشت کېدو د مخينوي په موخه د ښاروالۍ او ترافيکو رياست افراد موظف شوي تر څو په راتلوونکي کې د ګرځنده پلورونکو د مزاحمتونو مخه ونيول شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته