کابل باختر د وږي اوولسمه :
دطالبانو په ډلې پورې اړوندشپږ تنه ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو نن سهار ددغه ولايت په چارچينو ولسوالۍ او دترينکوت ښار بازار ته څيرمه کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ، بريدونه وشول داتل قول اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې دکوماندو ځواکونو په دغو بريدونوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل .
ده وويل دغه وسله وال طالبان کله چې دروزګان ولايت په مربوطاتو کې په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و ، پرې بريدونه وشول .
ويل کېږي په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ