اقتصاد

د پلخمري نساجي غصب شوي ساحې مصادره کېږي

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
د پلخمري د افغان نساجى رياست هوډمن دى چې د دوکانونو په ګډون د دغه رياست ټول غصب شوي جايدادونه د غاصبينو له منګولو څخه مصادره کړي.
د پلخمري د افغان نساجى رييس ملا سميع الله عباس د دې تکي په بيانولوسره باختراژانس ته وويل: دغه دوکانونه چې په پلخمري ښار کې موقعيت لري اوشمېر يې ٤٠ ته رسېږي او کلنى عوايد يې څه د پاسه ٦٠٠ زره افغانۍ کېږي له څو کلونو راپديخوا د پلخمري د افغان نساجى له ادارې څخه وتلي و او يو شمېرغاصبينو په دې پلمه چې کرايه يې ښاروالي ته ورکوي هغه غصب کړې و.
هغه وويل چې د اسلامي امارت په برياليتوب اود قانون په تطبيق سره دغه دوکانونه چې د افغان نساجى ملکيتونه و دغاصبينو له منګولو څخه ازاد او د دغه رياست په واک کې دي.
عباس زياته کړه، د غاصبينوله منګولوڅخه د دغو دوکانونو په ترلاسه کولو برسيره د استوکنې د کورونو،شنو ساحواو د زراعتي ځمکو په گډون د نورو ملکيتونو د ترلاسه کولو لپاره هم هلې ځلې دوام لري.
د پلخمري د افغان نساجى د دستګاه رييس زياته کړه چې د دغه رياست د جايدادونوساتنه زموږ د کاري پروګرامونو يوه برخه ده چې له دې وروسته به هيچا ته اجازه ورنه کړى شي چې د دغه دستګاه ملکيتونه غصب کړي.
د پلخمري د افغان نساجى د دستګاه رييس ملا سميع الله عباس د څرګندونونوله مخې، په دغودکانونو برسيره د استوګنې کورونه، شنې ساحې او زراعتې ځمکې چې په سلګونو جريبه کېږي د افرادو او دولتي بنستونوله خواغصب شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته