ټولنه

د پلخمري ښار د جامع جومات د جوړولو کار مخ په بشپړېدو دی

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د پلخمري ښار د جامع جومات د جوړولو کار چې د جمهوري رياست د ملي پراختيا عملیاتي او حمایوي ادارې پيل کړی و، په ۹۰ سلنه پرمخ تللى دى.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه جومات د هېواد د جمهوري رياست د ملي پراختيا د عملياتي او ملاتړيزې ادارې په مرسته د ٨۶ میليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي چې په يو وخت کې به د ۴٠٠٠ لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.
د بغلان والي محمد اکبر بارکزي د دغه جومات د کار د څارنې په بهير کې د پروژې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د جومات په جوړولو کې کيفيت په پام کې ونيسي او کار له پروګرام سره سم بشپړ کړي.
د يادونې وړ ده چې د بغلان په ١٣ ولسواليو کې د ١٣ جوماتونو د جوړولو کار دوام لري.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته