کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د لوګر ولايت ښاروال د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کوي چې د ښار پاکوالي ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه ښار د ټولو خلکو ګډ کور دی.
ښاروال محمد اسحاق سعید په مرکز کې د چاپېریال ساتنې په موخه په جوړ شوي کمپاین کې وویل، چې د لوګر ولایت ښاروالۍ کارکوونکو تل د ښار په پاکولو کې په منظمو پروګرامونو اقدام کړی دی.
هغه وويل، هټيوال، سوداګر او عام وګړي هم بايد د ښار او چاپېريال ساتنې ته پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، چې د پل علم ښاروالۍ د تنظیف او سمسورتیا رياست کارکوونکو د هوني سفلې په شاوخوا کې د بازار او کوڅو د پاکولو کار پيل کړى، چې د سړک دواړو غاړو ویالو او د هوني سفلې کوڅې یې له کثافاتو پاکې کړې دي.
د لوګر یو اوسېدونکی محمد امین وايي، چې د دیني لارښوونو له مخې پاکوالی د ایمان یو جز دی او هر څوک مسئولیت لري، چې د لوګر له ښاروالۍ سره د یوه پاک ښار په جوړولو کې مرسته وکړي.
ع