سیاستخبرونه

د پنجشير بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو ستونزو ته رسیده ګي کېږي

کابل، د غوايي٢٩مه، باختر

د پنجشير دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت د کرنيزو ستونزو د اوارولو لپاره د يوې کاري ډلې د جوړولو خبر ورکړ.

د پنجشير د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رييس حافظ عبدالمجيب مشفق وويل چې دغه کاري ډله د دغه ولايت د بزګرانو ، بڼوالو او مالدارانو د ستونزو د اوارولو لپاره جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه په دې کاري ډله کې د ياد رياست د بېلابېلو برخو کارکوونکي شته او له دې وروسته به د پنجشير د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي.

مشفق زياته کړه چې د دې کاري ډلې غړي به د پنجشير ولسواليو ته لاړ شي او له نږدې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزې واوري.

نوموړي زياته کړه چې د دې کاري ډلې غړي د بزګرانو د ستونزو اورېدو ترڅنګ به بزګرانو ته د چاپيريال ساتنې د ککړتيا د مخنيوي په خاطر د کيمياوي درملو د استفادې د کمښت په موخه د بوټو افتونو او ناروغيو سره د مبارزې په برخه کې سلا مشورې ورکړي.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته