امنیت

په کابل کې د وروستيو تروريستي پيښوټپيانوته د وينې ورکړه

 کابل باختردزمري دمياشتې ١٩ :
د هرات ښاريانو په کابل کې د وروستيو مرګانيو پيښو ټپيانو ته د وينې په ورکولو سره د تروريستي بريدونو په نسبت خپله کرکه او نفرت څرګند کړ.
په کابل کې د وروستيو مرګانيو پيښو ټپيانو ته د وينې د راټولولو او ورکړې کمپاين نن د هرات ښار د وينې په مرکزي بانک کې پيل شو او په هغه کې د هرات  په والي محمد آصف رحيمي سربېره په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو يوشمېر استازو، د مدني بنسټونو او د سياسي ګوندونو استازو، فرهنګيانو  او يوشمېر مستقلو شخصيتونو، خلکو او اصنافو او د نجونو او هلکانوپه ګډون ځوانانو او محصلانو برخه اخيستې وه .
د هرات والي په دې بهيرکې د خلکو د پراخ او کارنده ګډون له امله قدرداني وکړه  او په همدې حال کې يې له نورو هراتيانو څخه هم وغوښتل چې په دې کمپاين کې ونډه واخلي.
په دې ترڅ کې داسې څرګندونې کيږي چې د دغه کمپاين په لومړۍ ورځ په زروکونو سي سي وينه د خلکو له خوا د تروريستي بريدونو ټپيانو او زيانمنو شويو کسانو ته ورکړې شوه.
ټاکل شوې ده دغه وينه د روغتيايي مسوولينو په مرسته د هېواد پايتخت ته وليږدول شي او د ټپيانو او  اړو کسانو په واک کې ورکړى شي .
د هرات روغتون يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کپماين په لومړۍ ورځ ١٦ زره سي سي وينه راټوله شوې ده .
خبرځاى وويل: ټاکل شوې ده دغه وينه د پارلمان د ځينو استازو په همکارۍ له روغتيايي کتنو وروسته کابل ته وليږدول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته