خبرونهټولنه

د پنجشیرعمومي سړک د ترافیکو پرمخ بیا پرانیستل شو

 کابل، د زمري ۳ مه، باختر

د پنجشیر د فواید عامې ریاست پرون د دغه ولایت د عمومي سړک د بیا پرانیستلو خبر ورکړ.

د پنجشیر د فواید عامې رئیس الحاج عبدالحلیم آغا باختر آژانس ته وویل، چې دغه سړک یوه ورځ مخکې د سېلاوونو له امله د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکو پرمخ تړل شوی و.

د پنجشیر د فواید عامې رئیس زیاته کړه چې دغه سړک د دغې ادارې د تخنیکي او ماشینرۍي ټیم له لوري له ۲۴ ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

د یو بل خبر له مخې، د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو رئیس مفتی عبدالعلیم حلیم پرون پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.

هغه پنجشیر ته د خپل سفرموخه د تعلیمي بنسټونو د  احصایوي فورمو او د ۱۴۰۰ کال د احصایې شمېرنو له تصدیق څخه څارنه وبلله.

هغه زیاته کړه چې په لنډه موده کې په لږ بودجې سره ستره او شفافه احصایه را ټوله شوې ده.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته