کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د پنجشیر د احصایي او معلوماتو ریاست مسوولینو په دغه ریاست کې څه د پاسه ۵۰۰ زرو افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړ.
د پنجشیر د احصایې او معلوماتو رئیس شیرشاه بریال باختر آژانس ته وویل، چې دغه ریاست د اسلامي امارت له بریا وروسته څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
بریال وویل، چې دغه عواید د تېرکال په دریو میاشتو او د روان کال په دریو میاشتو کې د دغه ولایت د مرکز بازارک او ۷ ولسوالیو څخه د الکترونیکي تذکرې د وېشلو او د نورو احصایوي خدمتونوله لارې ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ترلاسه شوي عواید په ټاکلي وخت سره د موظف هیئت له لوري بانک ته سپارل شوي دي.
ع