امنیت

په پکتیکا کې به د روان کال په اوږدو ۸۰ شنې او لس سړې خونې جوړې شي

ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۱۴ مه
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام روان کال په پکتیکا کې ۸۰ شنې او ۱۰ سړې خونې جوړوي.
د باختراژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې په پکتیکا کې د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام مسول محمد ریاض کټوازي د یوې پراخې ولسي غونډې پرمهال وکړې.
کټوازی وایي چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام موخه د کروندګرو د ورځني ژوند د کچې لوړول او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی دی.
هغه وایي چې په نږدې راتلوونکي کې به د پکتیکا زرو بې وزله کورنیو ته د چرګانو د فارمونه د ورکړي، ترڅنګ د دغه ولایت کروندګرو ته د زعفرانو په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړاو د زعفرانو تخمونه به هم پرې و وېشل شي.
غونډې ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د پکتیکا ولایت د د فتر رېیس محمدرسول عادل وویل: پکتیکا پراخې دښتې او ځمکې لري نو په کار ده چې د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
عادل له کروند ګرو غوښتنه وکړه چې له ورته پروژو ګټه پورته کړي او خپلې پراخې خړې دښتې په کرنیزو ځمکو بدلې کړي.
بل لورته د پکتیکا ولایت کروندګر یاد پروګرام ستایي او زیاتوي چې په دې سره به یې په بڼونو او نورو کرنیزو توکو کې د پام وړ ښه والی رامنځ ته شي.
دوی دغه راز د سړو خونو جوړېدو ته خوښ دي خو ترڅنګ یې غوښتنه کوي چې د اوبو سیستم دې هم ورته منظم شي.
د مراسمو په وروستیو کې په یو شمېر کروندګرو ځینې کرنیز توکي هم ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له دې وړاندې د پکتیکا اوسېدونکو ته له دوو زرو زیات بڼونه وېشلي چې په کې لس بېلابېل ډوله مېوه لرونکي نیالګي شامل وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته