کابل، د زمري لومړۍ نيټه، باختر
د پنجشېر د پريانو ولسوال قاري شېرخان حقمل د دغه ولايت له يو شمېر مسوولينو سره د یوې غونډې په ترڅ کې پرون د يادې ولسوالۍ د اريپ کلي اوسېدونکو ته وويل، چې د دوى ستونزو ته پاملرنه کېږي.
د پنجشير د پریانو ولسوال باختر آژانس ته وويل، چې د يو معياري سړک نشتوالى، روغتيايي کلينيک او يو شمېر نورې ستونزې د دغو اوسېدونکو له ستونزو څخه دي.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د امر بالمعروف و نهې عن المنکر، د اطلاعاتو او فرهنګ او د ملي راډيو ټلوېزيون رئيسانو له دغو اوسېدونکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د دغې کلي اوسېدونکو هم د خپل اړوند ولسوال هڅې وستايلې.
د یوبل خبر له مخې د پنجشېر مرکز د بازارک دویمې امنیتي حوزې اوسېدونکو پرون د یوې غونډې په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړاعلام کړ، په دې غونډه کې عالمانو، د پراختیايي شوراګانو رئیسانو، د کلیو استازو د دغې حوزې سپین ږیرو او مسوولینو ګډون کړی و.
ع