سیاستخبرونه

د پنجشیر د پریانو ولسوالۍ اوسېدونکو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

 کابل، د غوايي ۳۱ مه، باختر

د پنجشیرد پریانو ولسوالۍ اوسېدونکو پرون د دغه ولایت د پریانو له ولسوال سره په کتنه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړاعلام کړ.

د پنجشیر د پریانو ولسوال قاري شیرخان حقمل د دغه خبر په تاییدولو سره، باخترآژانس ته وویل چې دغه اوسېدونکو په یادې ولسوالۍ کې د امنیت د تامینولو او  د امنیتي منسوبینو له چلند څخه خوښي څرګنده کړه او له دغو ځواکونو سره یې د همکاریو ژمنه وکړه.

د پنجشیر د پریانو ولسوال هم د دغو اوسېدونکو ملاتړ او همکارۍ وستایلې او ويې ویل چې د اسلامي امارت د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري، نو باید هېواد وال یو موټی شي او خپل هېواد ودان کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته