روغتیا

د پنجشیر د پریان ولسوالۍ روغتیایي مرکزونه پرانستي دي

کابل /دسلواغې ۴مه/باختر
د پنجشر ولایت دعامې روغتیا رییس وایي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالې کې د روغتیایي مرکزونو مسوولین ناروغانو ته د خدمت کولو لپاره چمتودي.
د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې، د پنجشیر د عامې روغتیا رییس اسد الله نجات چې د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ د دوابې، خاواک، تل، کوهسور، کرپیتاب او د پریان روغتیایي مرکزونو څخه ليدنه وکړه او ویې ویل چې د دغو مرکزونو مسوولین ۲۴ساعته د پریان خلکو ته د ښو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر چمتو دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، ټول ناروغان هر وخت کولاي شي چې د درملنې لپاره دغه مرکزونو ته ورشي.
د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا رییس په دغو روغتیایئ مرکزو نو کې د ستونزو او چلنجونو د له منځه وړلو په خاطرژمنه وکړه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته