امنیت

درې ديرش کيلوګرامه چرس په کندز کې ترلاسه شول .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
درې ديرش کيلوګرامه چرس پرون په کندز ولايت کې دپوليسو لاس ته ورغلل .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني دباختراژانس خبريال ته وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل  درې ديرش کيلوګرامه چرس  ديوګرولا موټر په واسطه دتخار ولايت داشکمش له ولسوالۍ څخه کابل ته وليږدوي چې دکندز ولايت دعلي اباد ولسوالۍ دزنجير کيسه ټوپک په ساحه کې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا ضبط شول .
رحماني زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند يوتن هم نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته