خبرونهښوونه او روزنه

د پنجشیر د پوهنې ستونزو ته رسيدګي کېږي

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د احصایې د ثبت مسوول مولوي روح الله دغه ولایت ته پرون سفر وکړ.

د پنجشیر د پوهنې رئیس مولانا غلام اېشان حماس د باختر آژانس خبریال ته وویل، پنجشیر ته د پوهنې وزارت د دغه مسوول د سفر هدف د احصاییوي معلوماتو راټولول دی.

د پنجشیر د پوهنې رئیس زیاته کړه چې مولانا روح الله د دغه ولایت د پریانو ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل.

هغه وویل، چې په دې سفر کې د پوهنې وزارت د احصایې د ثبت مسوول په دغه ولایت کې د ښوونځیو او مدرسو له فعالو مسوولانو سره هم وکتل او د دغو خبرو ترڅنګ د دغو زده کړیزو بنسټونو ستونزې واوېدې او د مربوط وزارت په همکارۍ د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره ډاډ ورکړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته