کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د پنجشیر د پوهنې ریاست د دغه ولایت په ښوونځیو کې د څښاک اوبو د ۴۲ ټانکرونو د نصبولو خبر ورکړ.
د پنجشیر د پوهنې رئیس مولانا غلام ایشان حماس باخترآژانس ته وویل، چې د یونیسف ادارې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د اوبو ۴۲ ټاکرونه د دغه په ښوونځيو کې نصب شول.
په همدې حال کې د دغو لیسو استادانو او زده کوونکو د یونیسف ادارې او د پوهنې ریاست له دغه اقدام څخه مننه وکړه.
ع