![Gellass](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/gellass-720x470.png)
کابل د چنګاښ ۹ مه، باختر
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ګیلاسو میوې د حاصلاتو د ډېروالي خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبند د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې پنجشېر کې ۱۰۰۰جریبه د ګیلاسو میوې بڼونه شتون لري او تر دې مهاله ۳۵۹ زره او۱۰۰ کیلو ګرامه د ګیلاس میوه راټوله او د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې سږکال به د ګیلاسو میوې حاصلات چین، هند او پاکستان ته هم صادر شي.