کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د مرکزي بغلان د سړک د پراختیايي پروژې چارې پیل شوې چې یاد سړک یو نیم کیلومتره اوږدوالی لري او د درېو شمال ختیځو ولایتونو سربېره د منځنۍ اسیا هیوادونه هم په همدې لار خپل سوداګریز توکي لیږدوي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال عبدالعزیز مستغفر وايي، چې د دغه سړک پلنوالی اووه متره و چې ګڼې ګوڼې ته په کتو پکې ډېر کله ترافیکي پیښې رامنځ ته کېدې او دوی یې د خلکو له غوښتنو سره سم د جوړولو چارې پيل کړې.
مسستغفر زیاتوي چې یاد سړک د یو نیم کیلو متر اوږدوالي او ۱۳ متره پلنوالي سره د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې څخه جوړېږي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۱ نورې پروژې هم پلې کوي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی امیرشاه د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي او ټينګار یې دادی چې ورته پرمختیايي پروژې باید نورې هم په مرکزي بغلان کې پلي شي چې ورسره د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي.
ن.ر