امنیت

د پوليسو دروزنيز مرکزدجوړولو کار پيل شو

دکورنيو چارووزارت  د ښوونې اوروزنې  دلوى  قوماندانۍ دکارکوونکود روزنيز مرکز دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره نن دکورنيوچارو دوزير ستر پاسوال  بسم الله محمدي  له خوا کيښودل شوه .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر د مسوول دمعلوماتو له مخې، دکورنيو چارووزير دښوونې اوروزنې دعمومي قوماندانۍ دکارکوونکو دروزنيز مرکز دنوى ودانۍ د بنسټ د ډبرې  دايښودلو په وخت کې وويل، دغه مرکز چې يو نيم کال  مخکې داروپا داتحاديې په مرسته دښوونې او روزنې دقوماندانۍ په چوکاټ  کې  جوړ شوې وه په دغه مرکز کې  تراوسه پورې په څو دورو کې زده کوونکي روزل شوي دي .

 دکورنيو چارو  دوزير دڅرګندونو له مخې، ددغې ودانۍ د کار په بشپړيدو سره پوليسو ته د ښي زده کړې زمينه برابريږي .

  ستر جنرال محمدي دغه راز دملي پوليسو دودې  اوپراختيا په لاره کې دخپلو شپږو کاري لومړيتوبونو يادونه وکړه او وي ويل  زموږ لومړني لومړيتوب دښوونې او روزنې   وده  ، دويم لومړيتوب دمشرتابه وده اوپراختيا ده چې له شک پرته  ددغې ودانۍ په بشپړيدو  سره به په دې لاره کې امکانات برابريږي .

 دده د څرګندونو له مخې، امنيتي  ځواکونو ته دمسووليتونو دليږدونې  دويم پړاو پيليږي  دليږدونې بهير يو ساده او اسانه بهير نه دى  چې له شک پرته دامنيت دليږدونې  لومړي شرط  به دملي پوليسو د ظرفيتونو  لوړول   په خپلو پښو دافغانستان دملي پوليسو درول  وي 

 دغه مرکز داروپا د اتحاديې په مرسته جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته