روغتیا

د پوليسو ټپيان د هندوستان مترو روغتون ته استول کيږي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د افغانستان دکورنيو چارو وزارت له يوه هندي روغتون سره د پوليسو د ټپي  ځواکونو د درملنې په باب يو تفاهم  ليک لاسليک کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي: هندوستان چمتو دى هغه  پوليسان چې په افغانستان کې د جګړې په ډګرونوکې ټپيان کيږي، تداوي کړي.
په هغه تفاهم ليک کې چې په همدې مناسبت د افغانستان دکورنيو چارو او هندوستان ترمنځ لاسليک شوى دى، هندوستان  چمتو دى چې د افغانستان ټپي شوي پوليسان د دغه په مترو روغتون کې چې يو ډير سمبال روغتون دى، تداوي کړي.
دکورنيو چارو  وزارت د روغتيايي خدمتونو د رياست مرستيال ډاکتر سيف الله صميم باختر آژانس ته وويل: دغه تفاهم ليک دوه ورځې مخکې په نوي ډيلي کې لاسليک شو چې دهغه له مخې د کورنيو چارو وزارت ټپيان سرتيري چې د پوليسو او د سردار  محمدداوودخان په څلور سوه بستريز روغتونونو اويا دهېواد په نورو روغتونونوکې د هغوى د درملنې امکانات نه وي، د هندوستان مترو روغتون ته استول کيږي او په مشخصه توګه به د جراحۍ،اورتوپيدۍ او د عصبي ناروغيو د برخې ناروغان  تداوي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته