سیاست

دمالیې وزیر د ملګرو ملتود سازمان له دفتر سره یو بل ته د رڼې حساب ورکونې په همغږۍ ټینګار وکړ

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن په خپل دفتر کې په جمهوري رياست ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د چارو له لوړپوړې سلاکارې اغلې فرخندې زهرا نادرې سره وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو ملګرو ملتونو ته په بشپړ روڼوالي سره د افغانستان حکومت د ژمنو د متقابلې  حساب ورکونې په چوکاټ کې د افغانستان په کاري اړیکو هر اړخیزې خبرې وکړې.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نوموړې تر سلاکارۍ لاندې دې له اړوندو ادارو څخه د چارو ښه کولو او اغېزمنتوب په موخه یوه کاري کمېټه جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته