امنیت

د ننګرهار د طب د يو محصل قاتل ونيول شو

کابل/ د لړم ١٢مه/باختر
په ننګرهارکې د طب د يو محصل قاتل ونيول شو.
پر نيول شوي سړي تور لګول شوى دى چې د يوه خصوصي پوهنتون د طب څانګې  محصل فتاح الله يې تېره اوونى په کابل کې په ډزو سره وژلې دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې قاتل په ځانګړو عملياتو کې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شو.
هغه وويل چې نيول شوى سړى د فتاح الله له نږدې خپلوانو څخه دى.
تر اوسه د دغې وژنې علت روښانه نه دى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته