فرهنګ

د پوهاند ډاکټر الف شاه ځدران پر مړینې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل/ د تلې ٢مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر الف شاه ځدران د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون له نړۍ سترګې پټې کړې.
پوهاند ډاکټر الف شاه ځدران چې په لرغونپېژندنه کې یې ماستري او انسان پېژندنه کې یې دوکتورا لرله، ډېر کلونه په کابل پوهنتون کې تدریس وکړ، کادرونه یې وروزل او علمی آثار یې ولیکل او وژباړل. همدارنګه څوکاله د کابل پوهنتون علمي مرستیال و او د هېواد د دغه ستر علمي – اکاډمیک مرکز د ملي او نړیوال باور او دریځ د پیاوړي کولو لپاره یې د پام وړ خدمتونه وکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د پوهاند ډاکټر الف شاه ځدران مړینه ضایعه بولي، د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو او همدارنګه د کابل پوهنتون استادانو او مشرتابه ته د صبر او زغم هیله کوي.
پاى- ن-ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته