کابل، د غبرګولي ۱۸ مه، باختر
د پوهنې او په پارلماني چارو کې د دولت پخوانی وزیر فاروق وردګ له افغان شخصیتونو سره د اړیکوکمېسیون د هڅو په پایله کې نن هېواد ته راستون شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، فاروق وردګ چې د پخواني حکومت له راپرځېدو وروسته ترکیې ته تللی و د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د راستنېدو پرمهال کې وویل، چې ډېری سیاستوال او د پخواني حکومت مقامات چې اوس په بهر کې ژوند کوي هېواد ته د راستنېدو لپاره علاقمندي لري.
هغه زیاته کړه چې هېواد ته په راستنېدو سره د خوښۍ او ویاړ احساس کوي او د پخواني حکومت له سیاستوالو او حکومتي مقاماتو یې وغوښتل چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تېر دولت څو تنه لوړ پوړي چارواکي، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د هڅو په پایله کې هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملي دفاع پخوانی ویاند دولت وزیري، د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب او د ترانسپورت وزارت پخوانی معین او سرپرست حسن مبارک عزیزي د پخواني حکومت هغه چارواکي دي، چې د وروستۍ اوونۍ په بهیرکې هېواد ته راستانه شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون ویاند احمد الله وثیق وايي، چې په راتلوونکو ورځو کې یو شمېر نور سیاستوال او د پخواني حکومت ځینې چارواکي هېواد ته راستانه شي.
ع