کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر
د پوهنې وزرات د اداري اصلاحاتو او ازموینو ملي ادارې سره په ګډه د ازادو سیالو د پروسې په لړ کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۷۲۵۲ د ښونکو او اداري ۵ او ۶ بستونه اعلان ته وسپارل، چې ۲۰۸۳ بستونه يې د میرمنو لپاره ځانګړي شوي دي.
یاد بستونه د روانې میاشتې له ۱۶ څخه تر ۳۱ نېټې پورې وخت لري.
د متقاضیانو لپاره د اسانتیا په موخه د یادو بستونو فورمې د ولایتونو په مرکزونو او ټولو ولسوالیو کې وېشل کېږي.
د دې برنامې د تطبیق په موخه د اداري اصلاحاتو ادارې، او بشري سرچینو د عمومي ریاست له استازو څخه جوړ شوی ټیم، اړوندو ولایتونو ته لېږل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت تر دې وړاندې هم د اداري اصلاحاتو او ازموینو د ملي ادارې په همکارۍ د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۹۱۳ د ښوونکو او ۵ او ۶ اداري بستونو لپاره ازموینه واخیسته چې د استخدام عملي چارې یې اوسمهال روانې دي.
افغانمل