خبرونهTOPښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست: اسلامي امارت په اصل کې د ښځو له تعلیم او تعلم سره مخالفت نه لري

 کابل / د لړم ۲۶مه / باختر

د پوهنې وزارت سرپرست شیخ الحدیث و التفسیر مولوي نورالله منیر د باختر آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په اصل کې د ښځو له تعلیم او تعلم سره کوم مخالفت نه لري.

مولوي نورالله منیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت، په هېواد کې د اسلامي نظام تر ټینګېدو وروسته په تدریجي ډول کار پیل کړ او تر شپږم ټولکي پورې یې ښوونځي بېرته پرانیستل او له دوو  اوونیو وروسته یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر ۱۲ ټولکي پورې د هلکانو د ښوونځيو دروازې پرانیستلې او درسونه په عادي ډول دوام لري.

د هغه په خبره؛ اوسمهال د پوهنې وزارت څه دپاسه ۹۰ سلنه ادارې فعالې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په اصل کې د ښځو له تعلیم او تعلم سره کوم مخالفت نه لري، ځکه دا د دوی اسلامي او قانوني مسلم حق دی. خو د دوی د زده کړو لپاره د یوې طرحې جوړول اړین دي او په یوه اسلامي ټولنه کې تعلیم او تعلم باید په اسلامي چوکاټ کې ترسره شي.

منیر زیاته کړه: اسلامي امارت د ښځو زده کړو ته ژمن دی او زموږ مشران او دیني عالمان پر داسې یوې هر اړخیزې طرحې کار کوي چې هم زموږ د افغاني کلتور او هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې برابره وي او همدارنګه د ملت د اکثریت د منلو وړ وي او د هغې مطابق به د ښځو د تعلیم بهیر پیل شي.

هغه دغه راز له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د سږ کال زده کړې نه ضایع کېږي او د پوهنې وزارت په دې برخه کې پر یوې طرحې کار کوي.

د پوهنې وزارت سرپرست، د تېرو حکومتونو یوه لویه ناکامي د تعلیم په برخه کې یوازې ښارونو ته د هغو پاملرنه وبلله؛ خو په خبره یې اسلامي امارت په دې برخه کې د ښارونو ترڅنګ د هېواد ټولې سیمې په پام کې نیسي.

مولوي نورالله منیر په تعلیمي نصاب کې د بدلون رامځته کېدو په اړه وویل چې د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب کې هغه مضامین چې مسلکي او اړین دي، په خپل ځای پاتې کېږي او هغه مضامین چې غیر اړین دي، یو څه بدلون په کې راځي او اسلامي امارت غواړي چې خپل تعلیمي نصاب اسلامي کړي.

په دې مرکه کې مولوي نورالله منیر د ښوونکو د معاش د ورکړې د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د پوهنې وزارت او د یونېسف ادارې د ټیمونو ترمنځ خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به دغه ستونزه هم حل شي.

مولوي جهاد یار نجرابی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته