خبرونهښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت معین  نیمروز ته سفر وکړ

کابل، د زمري ۴ مه، باختر

د پوهنې وزارت معین  نیمروز ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو او اوسېدونکو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې: د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین شيخ مولوي سخا الله سعيد پرون نيمروز ته سفر وکړ او په يوه سمينار کې يې ګډون وکړ او ويې ويل چې د نيمروز د پوهنې د مسوولينو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین وویل چې نن د هېواد بچیان له وېرې پرته او بشپړه امنیت سره ښوونځیو ته ځي او دا د ټولو افغانانو لپاره لوی ویاړ دی.

سعيد وويل: نيمروز ته يې د سفر موخه د پوهنې د سکتور د ستونزو، اړتياوو او ننګونو اورېدل او دغه راز د دغه ولايت د پوهنې له بېلابېلو برخو څخه څارنه او معلومات ترلاسه کول دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته