ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت نوی سرپرست د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو

کابل / د وږي ۲۱مه / باختر
د پوهنې وزارت نوی سرپرست شیخ الحدیث والـ‌تفسیر نورالله منیر نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د پوهنې وزارت کارکوونکو ګډون لاره.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د رهبرۍ شورا غړي او د محاکمو د ادارې مرستیال شیخ الـحدیث مولانا محمد شریف د اسلام مبارک دین په رڼا کې د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د شریعت علم د ټولو علومو په سر کې راځي او د شریعت له علم وروسته د معاش علم دی.
مولانا محمد شریف حنفي فقه یې په ټولنه کې د ټولو ستونزو د حل لپاره د یواځېنۍ مرجع وبلله او زیاته یې کړه: د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې په اسلامي روحیې سمبال یو کارپوه کولای شي ټولنې او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم مشر او د رهبرۍ شورا غړي شیخ الـحدیث و الـتفسیر مولانا عبـدالحکیم حـقاني هم د علم د فضایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د اسلامي امارت د جهاد موخه یې د اشغال پای او د اسلامي نظام ټینګېدل وبلل.
حقاني افغانستان یو خپلواک هېواد وباله او د هېواد د تجزیې په اړه آوازې په کلکه رد کړې او ويې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد یووالي او اتحاد ته ژمن دی او داسې یو ناوړه کار به هېڅ کله هم و نشي زغملی.
هغه تېر نظام له فساد ډک نظام وباله او په خبره یې د اسلامي امارت په راتګ سره د فساد لمنه ور ټوله شوې ده.
حـقاني ډاډ ورکړ چې د الله (ج) په نصرت سره به د هېواد اقتصاد ډېر پیاوړی شي چې له دې سره به د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.
ورپسې د تعلیم او تربیې د مرکزي کمېسیون غړي ابو سـعید راشـد خبرې وکړې او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو هڅې وستایلې.
وروسته د پوهنې وزارت نوي سرپرست شیـخ الـحدیث و التـ‌فسیر نورالله منـ‌یر د افغانستان پر۴۰ کلونو کړاوونو رڼا واچوله او د جـهاد په دوران کې یې د هېواد بچیانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې د هڅو او زحمتونو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خپلو ملګرو د هڅو او همکاريو مننه وکړه.
منیر څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هېواد بچیانو ته ښوونیز او روزنیز خدمات ورسوي او هڅه کوي چې د هېواد ټول ماشومان زده کړې ته لاسرسی ولري چې.
هغه ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به د ماشومانو ادب ته ډېره پاملرنه وشي او د ښوونې او روزنې بهیر به د اسلام د مبارک دین په رڼا کې وي.
د منیر د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د دیني او عصري علومو زده کړو ته ژمن دی او د افغانستان په اوسني نصاب کې اصلاح رامنځته کېږي.
دهغه په خبره؛ هغه مسایل چې له اسلام سره په ټکر کې وي؛ په اړه یې به د افغانستان اسلامي امارت اقدام کوي.
د غونډې په پای کې منیر له بهرنیو هېوادونو څخه له شرط ‍پرته د وړیا مرستو غوښتنه وکړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته