ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت هغه مطلب چې ګنې دغه وزارت سلګونو تنو ښوونکو ته لارښوونه کړې وه چې د حزب اسلامي د شوراګانو په غونډه کې ګډون وکړي؛ ردکړ

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٩  :
د پوهنې وزارت د خپرونو رييس هغه مطلب نن ردکړ چې د ځينو رسنيو له خوا خپور شوى دى چې ګنې د پوهنې وزير ښوونځيو ته لارښوونه کړې ده چې يو شمېر ښوونکي دې د لويې جرګې په تالارکې په غونډه کې ګډون وکړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې: ځينو رسنيو په دې اړوند چې ګنې د کابل ښار د ليسو يوشمېر ښوونکي وايي چې د پوهنې وزير د ښار ټولو ښوونځيو ته لارښوونه کړې وه  چې بايد له هر ښوونځي څخه لس تنه ښوونکي په هغې غونډه کې چې  پرون دلويې جرګې په تالارکې  جوړه شوه؛ ګډون وکړي؛ ځينې مطالب خپاره کړي و.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه راز دغو ښوونکو شکايت کړى دى  کله چې د لويې جرګې تالار ته لاړل؛ متوجه شول چې يوې ګوندي او سياسي غونډې ته بلل شوي دي او د پوهنې وزارت پرته له دې چې کومه څرګندونه ولري؛ ښوونکي يې دغې غونډې ته بللي وو.
پرون  د امين وقاد په مشرۍ  د حزب اسلامي شوراګانو د لويې جرګې په تالارکې يوه  غونډۀ  جوړه کړې وه.
رسنيو ټينګار کړى دى: ځينې ښوونکي چې په دې غونډه کې يې په نا آګاهانه ډول او د پوهنې وزارت په لارښوونه ګډون کړى و؛ وايي چې د پوهنې وزير فاروق وردګ له خپل دولتي مقام څخه په ناوړې استفادې سره د کابل ښار د ښوونځيو يوشمېر ښوونکي د تالار د ډکولو لپاره دغې ګوندي غونډې ته بللي وو.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د خپرونو رييس کبير حقمل د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د پوهنې وزارت  دغه  مطلب په بشپړه توګه ردوي او د پوهنې وزير په دې اړوند ښوونځيو ته هيڅ راز لارښوونه نه ده کړې اوپه دې اړوند کوم سند هم نشته .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا