خبرونهښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د پنجشیر په ټولو ولسوالیو کې دیني مدرسې جوړ کړي

 کابل/ د وري٢٧ مه / باختر

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې  د پنجشیر په ټولو ولسوالیو کې دیني مدرسې جوړې کړي.

دباخترآژانس د خبرله مخې؛ د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر پنجشیر ته د خپل سفر په ترڅ کې  وویل چې  د پوهنې وزارت د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دیني مدرسو د جوړولو هوډ لري او دغه پرېکړه به عملي کړي.

د پوهنې وزير وويل چې پنجشېر ته يې د سفر موخه د پوهنې د وضعیت ارزونه او د سیمه ییزو چارواکو ستونزې اورېدل او یو شمېر نور مهم مسایل دي.

هغه زیاته کړه چې د دیني علومو د ودې په موخه د پوهنې وزارت غواړي چې د پنجشیر په ټولو ولسوالیو کې دیني  مدرسې جوړې کړي او دا پرېکړه به جدي ونیسي.

په دې کتنه کې د پنجشېر والي مولوي قدرت الله امين د پوهنې د ودې او پراختيا په برخه کې د دغه وزارت د همکاريو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه اوسمهال په پنجشېر کې د ټولو ديني مدرسو او ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانيستې دي.

د پوهنې سرپرست وزیر دغه راز د محمد قسیم فهیم دارالعلوم او د روخې لېسې له مسوولینو، استادانو او زده کوونکو سره هم وکتل.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته