خبرونهامنیتښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت په کابل ښار کې د تېرې ورځې چاودنې وغندلې

 کابل – د وري ۳۱مه – باختر

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د کابل ښار د شهید عبدالرحیم لېسې او د ممتاز په نامه د سواد زده کړې له مرکز سره نږدې چاودنې وغندلې.

له یاد وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي: په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تېره ورځ د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه د کابل ښار اړوند د شهید عبدالرحیم لېسې او د ممتاز په نامه د سواد د زده کړې یوه مرکز ته نږدې درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې زموږ یو شمېر مظلوم هېودوال په شهادت ورسېدل او  یو شمېر نور ټپیان شول.

د پوهنې وزارت دغه کار یو غیر انساني او غیر اسلامي عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی. همدا رنګه یې د الله (ج) له دربار څخه د یادې فاجعې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې شفا او د یاد جنایت عاملینو ته د سخت عذاب او رسوايي هیله کړې ده.

دغه راز یاد وزارت د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته د ډاډګیرنې مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ، د هېواد پر مسوولو امنیتي ارګانونو غږ کړی، چې د یاد جنایت د عاملینو په موندلو، د قانون منګولو ته د هغوی په سپارلو او د تعلیمي مرکزونو د امنیت په تامینولو کې دې پوره هڅې وکړي چې په راتلونکې کې بیا داسې ناوړه پېښې تکرار نه شي.

د یادونې وړ ده چې پرون د کابل ښار د ۱۸مې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید لېسې مخې ته په درېیو چاودنو کې ۶ تنه ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه د یادو چاودنو مسوولیت هېچا نه دی منلی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته