سیاست

د ترامپ ستراتيژي، هغه طرحه چې بايد د کاغذ پرمخ پاتې نه شي

-کابل/ باختر د وږي  دويمه :
د امريکا جمهور رييس ترامپ وړمه ورځ په افغانستان کې د جګړې او د دغه هېواد او د سيمې د حالت  په اړوند د امريکا د نوې ستراتيژۍ په اعلامولو سره له ډار اچونې او د دغو شبکو له ملاتړو هېوادونو سره د چلند په څرنګوالي کې شتو ابهاماتو ته ځواب ووايه.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان او سيمې په وړاندې د امريکا د ستراتيژيکي پروګرامونو اعلام د ډار اچونې پرخلاف روانه جګړه کې چې څه دپاسه شپاړلس کاله کيږي چې امريکا يې مصروفه کړې ده او له افغانانو څخه قرباني اخلي، زياترو ابهاماتو ته ځواب ووايه .
په دې  پروګرام کې داسې څرګند او روښانه ټکي شتون لري چې هغو هدفونو ته د رسيدو کرښه چې هماغه د ډار اچوونې او د هغې د ملاتړو هېوادونو له منځه وړل او کنترولول  دي، په نښه شوې ده .
دغه پروګرام د امريکا د نورو جمهورو رييسانو له کړنو سره چې په افغانستان کې د ډار اچونې پرخلاف د جګړې پيلوونکي او دوام ورکوونکي وو، توپير لري.
د مثال په ډول اوباما تل په افغانستا کې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره نېټه ټاکله، هغه د ٢٠١٤ م کال په پاى ته رسيدو سره د افغانستان جګړه پاى ته رسيدلې اعلام کړه او په زرګونو تنه محارب امريکايي عسکر يې له افغانستان  څخه وايستل او د ناتو په زرګونو تنه عسکر هم د هغه په تقليد سره له دغه هېواد څخه ووتل او په پاى کې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د ډار اچونې خطر او پيچلي حالات لاپسې سخت شول . خو د امريکا په نوې ستراتيژيکي پروګرام کې د پوځيانو د وتلو د زماني جدول په باب کوم خبره نشته او د عسکرو کميت به هم په شرايطو  او زمانې پورې اړوند وسنجول شي .
په نوې ستراتيژۍ کې مهمه او څرګنده خبره له پاکستان سره د چلند څرنګوالى دى، هغه هېواد چې افغانستان کلونه کلونه چيغې ووهلې چې پاکستان ډار اچوونکي تمويلوي. په افغانستان او نورو هېوادونوکې د تروريستي پيښو د ملاتړ عامل دى، خو د افغانانو غږ کم واوريدل شو. خو اوس ترامپ په واقعيتونو په پوهيدو سره پاکستان ته په ډانګ پيلي ډول وايي چې مستقيمه لاره دې غوره کړي، که نه ځان ته دې متوجه و اوسي. ترامپ د افغانستان او د سيمې په قضيوکې د پاکستان مخرب رول په ښه توګه درک او ترسيم کړى دى .
ترامپ د دغه هېواد په نوې ستراتيژۍ کې د تيرو وختونو په نسبت  سمه محاسبه لري او د راتلونکې لپاره يې د برياليتوب عناصر تشخييص کړي دي. د امريکا د ماموريت اړخونه او د دغه ماموريت د ترسره کولو څرنګوالى تعريف شوى او په دې ستراتيژۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او د دغه هېواد د دولت رول په ډاګه شوى دى او د ارزښت يادونه يې شوې ده. د افغانستان دخلکو او دولت انديښنو ته پاملرنه شوې ده او د هغوى سلامشورې رعايتې او په پام کې نيولې شوې دي.
په روانو قضيوکې د پاکستان د مخرب رول تعريف دا ټکى جوتوي چې د ترامپ ادارې د افغانانو انديښنې او د هغوى سلامشورې جدي نيولې دي .
دغه راز ترامپ د افغانستان کورنيو مسئلو ته يو لړ اشارې کړې دي، دا چې ملت جوړول او حکومتوالي د افغانستان د خلکو کار دى او امريکا به د تل لپاره ملاتړۍ پاتې نه شي او امريکا يو سپين چک نه دى.
دغه ټکي جوتوي چې ترامپ او د هغه اداره له افغانانوڅخه غواړي چې مسووليت منوونکي واوسي او هغو انديښنو ته د ځواب ورکولو لپاره چې نړيواله ټولنه يې د افغانستان په کورنيو مسئلوکې لري، چمتو واوسي .
دا په افغان سياستوالو او مشرانو پورې اړه پيدا کوي چې څه ډول د امريکا په ګدون د نړيوالې ټولنې باور او اعتماد ځان ته جلب کړي؟ څه ډول خپل سياسي اختلافونه پاى ته ورسوي؟ څه ډول له اداري فساد سره مبارزه وکړي او څه ډول د ښې حکومتوالۍ زمينه برابره کړي او څه وکړي چې نور د بهرنيو مرستو پيټى سپک شي ؟
سره له دې چې ځينې سياسي کارپوهان او بهرني هېوادونه وايي چې د امريکا نوى ستراتيژيکي پروګرام د جګړې له دوام پرته بله پايله نه لري، خو د افغانستان مقامات او خلک دغه پروګرام په خوشبينۍ سره تعقيبوي او په دې ټينګار کوي چې د ملي وحدت د حکومت مشران دې په دې پروګرام کې خپلې ژمنې پيدا او په دې اړوند پروګرام جوړ کړي .
دغه راز لازمه ده چې امريکا هم د دغه پروګرام د تطبيق په لټه کې شي، نه دا چې د کاغذ پرمخ پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته