خبرونهفرهنګTOPټولنه

د پکتیا د ځاځي اریوب په سپینې شګې تفریحي سیمه کې نښتر دودیزه مشاعره ترسره شوه

کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ په سپینې شګې تفریحي سیمه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري نښتر دودیزه مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر مشهورو شاعرانو، ادیبانو، ترنم بلبلانو او د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.
د مشاعرې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې اسلامي امارت د شاعرانو او ادیبانو لپاره دا ډول مشاعرې او پروګرامونه د دې لپاره جوړوي څو شاعران وهڅوي او د ټولنې واقعیتونه او د نظام لاسته راوړنې د شعر په ژبه وړاندې کړي.
نوموړي شاعرانو، ليکوالانو او ادیبانو څخه غوښتنه وکړه، چې غوره اشعار او لیکنې وکړي د شعر په ژبه دې د نظام لاسته راوړنې را ونغاړل شي تر څو هېواد او ټولنې ته يې ګټه ورسېږي.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل، چې نښتر د هېواد په کچه مشهوره مشاعره ده، چې دا ځل د ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه کې د زرګونه خلکو په شتون کې ترسره شوه، دا ډول پروګرامونه د ولسونو او خلکو د راټولوونې او یووالي لپاره ډېر مهم دي.
ورپسې یادې مشاعرې ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ورغلو مشهورو شاعرانو، د شعر او ادب مینه والو او ترانم ویوونکو خپل ترتیب کړي شعرونو، نعتونو او نظمونو د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.
دوی په خپلو اشعارو کې د هېواد پرمختګ او نظام ملاتړ په موخه پیغامونه وړاندې کړل.
د پکتیا نښتر دودیزه مشاعره د دغه ولایت تر ټولو مشهوره او رسمي مشاعره ده، چې هر کال د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري تر سره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته