خبرونهټولنهټکنالوژي

د پکتیا صمد خېلو ولسونه د سلام له ۳G خدماتو برخمن شول

کابل ، د غبرګولی ۱۵ مه ، باختر

پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي نصیرالله هجرت د سلام ۳G خداماتو پرانیسته د صمد خېلو په کلي کې وکړه.

باختر آژانس د خبر له مخي، په یادو مراسمو کې د یاد ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس هجرت او د سلام مخابراتي شبکې مسئولینو برخه اخیستې وه، هجرت له سلام شبکيې مسئولينو مننه وکړه، چي د ولسونو ستونزو ته په کتو سره یې  سایټ د صمدخېلو په کلي کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

هجرت په خپلو خبرو کې وویل هڅه کوو، چي خلکو ته میعاري او منلي خدمات وړاندې کړو.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته