کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
په لوګر کې د کرکټ سیالۍ چې د کرکټ د ودې او د دغې ورزشي څانګې د غوره څېرو د پيژندلو په مقصد د دوو اوونیو را په دې خوا د پل علم ښار په لوبغالي کې پیل شوې وې د پکتیا ټیم په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.
د لوګرد کرکټ بورد آمربشیراحمد ساحل د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه سیالۍ د لوګر، محمد آغۍ ، چارآسیاب ، پکتیا ، پکتیکا او د غزني د ټیمونو ترمنځ د لوګر د کرکټ بورډ په کوربه توب پیل شوې وې.
پکتیا او د لوګر د کرکټ ټیمونو د دغو سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده چې د پکتیا لوبډلې د دغو سیالیو اتلولۍ خپله کړه.
ع