ټولنه

د پکتیا مرکز ویجاړې شوې واټونه ترمیم او بیا رغاول کېږي

کابل / د تلې / ۲۴ باختر
د پکتیا مرکزګردیزښار د ویجاړوشویو واټونو د ترمیمولو او بیا رغاونې بهیرپیل شو.
ټاکل شوې ده په دې پروژه کې په لسګونوهغه واټونه چې په تېروکلونوکې د ساختماني کیفیت د ټيټوالي ، د جګړو او په لوړو توناژو د موټرونو د تګ را تګ په دلیل ویجاړې شوي دي ، ترمیم او بیا ورغاول کېږي.
دغه پروژه د فواید عامې ریاست او ښاروالۍ پرمخ وړي.
د ګردیز د ښاروالۍ یو مسوول باخترآژانس ته وویل چې په دې پروژه کې ویجاړشوي واټونه له بیا ترمیمولو وروسته پخېږي.
اوسېدونکو د ګردیز ښار د واتونو د ترمیم او بیارغاونې څخه خوښ دي او هغه یې د ترافیکي پېښود نه رامنځته کېدوسبب بولي.
د ګردیز ښار د واټونود ترمیم او بیا رغاونې بهیربه شپږمیاشتې دوام وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته