فرهنګ

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو نړېواله ورځ ونمانځله

ښرنه/ د وري ۳۰ مه/ باختر
فرهنګي میراثونه د هر هېواد تاریخي ارزښتونه او لرغونې پانګه بلل کېږي چې له دغې پانګې افغانستان هم برخمن دی او په بېلا بېلو ولایتونو کې زیات شمېر تاریخي آبدې او لرغونې سیمې لري.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې د هېواد د مشهورو تاریخي آبدو انځورونه او یو شمېر تاريخي آثار هم نندارې ته وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا کې د تاریخي مېراثونو د ساتنې نړیواله ورځ نمانځل کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته