خبرونهټولنه

د پکتیکا په برمل کې دولس څاه ګانې کیندل کېږي

کابل، د زمري لومړۍ، باختر

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د تعاون خیریه بنسټ په تخنیکي همکارۍ او د احباب الدعوة د مالیزیا څانګې او المدېنه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دولسو څاه ګانو د کېندلو کارونه پيل شول.

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د کمېټې مسؤل مولوي مطیع الله منصور وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې په ناروغیو اخته کېږي.

نوموړی وایي چې که ګیان او برمل ولسوالیو ته بنیادي کارونه ونه شي، ولسونه به یې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

هغه وايي، چې دغه دولس څاه ګانې د برمل ولسونو لپاره کفایت نه کوي ځکه د برمل ولسوالۍ ډنګرلګډ ولسونو نفوس زیات او د کورونو ترمنځ ډېره فاصله لري.

په همدې حال کې د تعاون خیریه بنسټ مسؤل توریالی تائب وایي چې په برمل کې یې د ۲۲ څاه ګانو سروې کړې چې دولس به یې سمدستي او پاتې نورې به په راتلونکي کې وکېندل شي.

تائب له نورو خیریه بنسټونو هم غوښتنه وکړه چې د ګیان او برمل ولسونو لپاره بنیادي کارونه وکړي چې ولسونه له باد، باران، ګرمۍ او یخنۍ څخه په امان کې ژوند وکړي.

د اوړي کلي اوسیدونکي میرنواز او ښایسته خان له اسلامي امارت او موسسو غواړي چې په برمل ولسوالۍ کې ښوونځي، سړکونه، روغتونونه او څاه ګانې جوړې کړي.

د پکتیکا ولایت ګیان، برمل او زیړوک هغه ولسوالۍ دي چې څو اوونې مخکې زلزلې ورته درانه ځاني او مالي تلفات ور واړول.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته