کابل، د غویی ۲۸ مه، باختر
د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن د څارویو د غلا په تور نیولی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یاد کس څه موده وړاندې څاروي غلا کړي وو چې د مټاخان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
د یادونې وړ ده چې دوه تنه نور هم د مټاخان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلا په تور نیولي، چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
صدیقي