ټولنه

د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشرانو له اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ

کابل / د وږي ۳ مه / باختر
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشرانو، جهادي قومندانانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې له اسلامي امارت خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی خوښي څرګنده کړه چې په هېواد او په ځانګړي ډول په خوست کې وروستي بدلونونه چې اسلامي امارت په کې لويه بريا تر لاسه کړه؛ خو هېڅوک په مالي او ځاني ډول زيانمن نه شول.
د ځاځي میدان پخواني ولسوال حسین جان ټولې هغه ستونزې هم په ګوته کړې چې اوس مهال يې په سيمه کې لري.
په همدې حال کې د خوست والي له دوی مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی امنیت په بشپړ ډول تامین دی او هغه خلک چې په تېر دولت کې یې دندې ترسره کړي په عادي ډول دې خپل ژوند پيل کړي.
په ورته وخت کې په خوست کې د حزب اسلامي ځايي مشر او پخوانیو جهادي قومندانانو هم له اسلامي امارت خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خوست والي هم د حزب اسلامي جهادي قومندانانو ته ډاډ ورکړ چې ټول هغه کسان چې په تېر دولت کې یې دندې لرلې، د تېر په څېر به په دولتي ادارو کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د اسلامي امارت د ولایتي ادارې وياند اخترمحمد عکرمه او د اسلامي امارت فرهنګي غړي قاري سعيد خوستي په ياد ولایت کې د مدنې ټولنې له غړو، يو شمېر ځوانانو سره ناسته وکړه او په هېواد کې پر روان وضعیت یې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته