سیاستخبرونهټولنهTOP

د ځوانانو له وړتیا به د هېواد په آبادۍ کې ګټه واخېستل شي

کابل / د سلواغې ۲۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ماسپښين د هېواد په کچه د ځوانانو اتحادیې له رهبرۍ او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د یادې اتحادیې مسول قاري محمداسماعیل ځدراڼ او غړو هر یو استاد ننګیالي اباسین، سیدرقیب حقمل، عبدالمعید مجاهد، بشریار او قاري رحمت الله تاند د ځوانانو په استازیتوب د اسلامي امارت پر بریا او د امنیت په تامین خوښي څرګنده کړه او بهر ته یې د ځوانو کادرونو د تګ د مخنیوي او استخدام، د ځوانانو د زده کړو، کار، هغوی ته د پاملرنې او لا ښې همغږۍ په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل .
په همدې حال کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: خوښ یم چې له ځوانانو سره له نږدې په ستونزو او تفاهم خبرې کوم، اسلامي امارت د ځوانانو په ګډون د ټولو افغانانو شریک دی او د اسلامي نظام د پایښت لپاره باید په ګډه کار وکړو.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت د هېوادوالو او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د ځوانانو امنیت، اقتصادي او نورو ستونزو حل ته پاملرنه کړې. زموږ کادرونه باید له هېواده ونه وځي اوهمدلته باعزته ژوند وکړي او د اسلامي امارت سیاسي کمېټه په دې اړه هلې ځلې کوي.
نوموړي وویل: د اسلامي شریعت په چوکاټ کې نجونو ته د زده کړو زمینې برابرولو ترڅنګ به د ځوانانو له ظرفیتونو څخه هم د هېواد او هېوادوالو خدمت لپاره ګټه واخېستل وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته