خبرونهفرهنګ

د ځوان شاعر محمد اسحاق نورستاني اثر د(اوازی از بلورستان) کتاب مخکتنه وشوه

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د ځوان شاعر محمداسحاق نورستاني د(اوازی از بلورستان) اثر د بلخ پوهنتون دغونډو په تالار کې مخکتنه وشوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله نوراني د ځوان شاعر محمد اسحاق نورستاني د لومړني اثر (اوازی از بلورستان) د شعري مجموعې د چاپ او خپرولو په مناسبت مبارکي وویله اوهغه یې د شعر او ادب د پراختیا په لاره کې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل: زموږ ځوانانو په ټولو برخو کې وړتیا ښودلې او زموږ خلکو او هېوادته یې ستر ویاړونه تر لاسه کړي دي.
په دې غونډه کې د بخدي د ادبي ټولنې مسوول عطامحمد ساهو او څو تنو ځوانو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
د ځوان شاعر اسحاق نورستاني د (اوازې از بلورستان) شعري مجموعه غزلیات او رباعیات لري چې ۵۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته