خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځينو غیر دولتي ورځپانو خپرونو ته کتنه

 کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر

يو شمېر محدودو غيردولتي ورځپاڼو په خپلو خپرونو کې بېلابېلي سياسي او پوځي مسلې خپرې کړې دي او دغه راز د سيمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه يې هم  خبرونه او رپوټونه خپاره کړي دي.

د “اطلاعات روز” ورځپاڼې د” آقينه – اندخوي د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار پيل شو”  ترعنوان لاندې ليکلي دي: په فارياب کې  د طالبانو سيمه ييزو مسوولينو د آقينه – اندخوى د اوسپنې  پټلۍ د جوړولو د کار د دوام خبر ورکوي.

د هغوی د څرګندونو له مخې د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار ٩٠ سلنه بشپړ شوى دى.

د آقينه – اندخوی د اوسپنې پټلۍ ٣٠ کيلو متره اوږدوالى لري او په فارياب کې د دغې پټلۍ د جوړولو عملي کار د ١٣٩٨ کال د زمري په مياشت کې پيل شوى و.

د “٨صبح ” ورځپانې “په  سمنګانو کې د نشه يي توکو پلور زيات شوی دی ”

ترعنوان لاندې ليکلي دي، په سمنګانو کې يو شمېر خلکو ٨ صبح ورځپاڼې  ته ويلي چې د سيمه ييزو مسوولينو د نه پاملرنې له امله د نشه يي توکو پلورل زيات شوي او د روږدو کسانو شمېر هم زيات شوى دى.

د نشه يي توکو پلوراو د روږدو کسانو شتون د هېواد په زياترو ولايتونو کې ستر ټولنيز چلنچونه دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته