ښوونه او روزنه

د ځينو ولايتونو دليک لوست دزده کړې داداري کارکوونکو دسويې دتثبيتولو ازموينه واخستل شوه

دهيواد دځينو ولايتونو دليک لوست دزده کړې داداري دکارکوونکو دسويې دتثيتولو څيړنيزه ازموينه نن داستقلال ليسې په تالار کې واخستل شوه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې په دې ازموينه کې دهيواد داتلسو ولايتونو دليک لوست دزده کړې داداري دوه سوه پنځوسو تنو کارکوونکو برخه لرله .

هغه کسان چې په برياليتوب سره ازموينه ورکړى دهغوي له سويې او دکار له استعداد سره سم داړوندو ولايتونو دليک لوست دزده کړې په اداري پوستونو کې ټاکل کيږي .

دغه پروګرام ديونسکو اداري په همکاري دوه کاله مخکې پيل شوي او دنورو دريو کلونو لپاره هم دوام کوي .

تراوسه پورې هم دهيواد په اتلسو ولايتونوکې څه ناڅه درې سوه زره تنه دليک لوست دزده کړې دپروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي او دسواد له نعمت څخه يې ګته اخستي ده .

دپوهنې وزارت سرپرست محمد صديق پتمن دازمويني دبهير دکتلو په وخت کې ددغه وزارت دپرمختيايي پروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل او دليک لوست دزده کړې دپروګرامونو پراختيا او تطبيق يي ددغه وزارت په کار ي لومړيتوب وباله .

ددغې ازمويني بهير دليک لوست دزده کړې معين سرور حسيني ديونسکو داداري همغږي کوونکي ډاکتر حبيب الله واجدي او دپوهنې وزارت يو شمير چارواکو وکوت .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته