خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته کتنه

کابل، دغبرګولي٢١مه، باختر

یو شمېر غیردولتي ورځپاڼو په خپلو خپرونو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو لیکنې کړي او د هېواد او نړۍ د  پېښو په اړه یې خبرونه او راپورونه خپاره کړي دي.

د ٨ صبح  ورځپاڼې “د متحده ایالاتو قانون جوړونکي د افغانستان په اړه د محرمانه ناستې په لټه کې دي،” ترسرلیک لاندې ليکلي دي.

د” دهیل” تحلیلی او خبری ویب پاڼه، امریکا وایی د هغی خبرتیا له مخې چې د دې ويب پاڼې مسوولينو ته رسېدلې ده، د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټه  به یوه         محرمانه غونډه وکړي چې د بایډن د ادارې له خوا له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو د څرنګوالي په اړه بیا کتنه وکړي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې “عبدالله کابل ته راستون شو” ترسرليک لاندې ليکلي دي.

د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله له لسیزو ورځو وروسته کابل ته راستون شو.

نوموړى نن د غبرګولي په ۲۱ مه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د مشرانو جرګې           د پخواني رئیس فضل الهادي مسلمیار له خوا یی تود هرکلی وشو.

په يو خپورشوي تصوير کې د عبدالله ترڅنګ د طالبانو غړي هم ليدل کيږي.

طالبانو عبدالله ته د کوچني اختر په رخصتیو کې هغه مهال له  کابل څخه د وتلو اجازه ورکړه چې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هند ته لاړ شي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته