خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

 کابل، د غبرګولي٣٠مه، باختر

یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو او د سیمې او نړۍ د روانو پېښو په اړه مطالب او راپورونه خپاره کړي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته  په  کتنې سره دغه رپوټ چمتو   کړى دى.

د “اطلاعاتو روز ورځپاڼې” ایران پر دریو اخوندانو د برید عامل اعدام کړ. “ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د خراسان رضوي د قضائیه قوې د مشرغلام علي صادقي له خولی لیکلي، دغه سړی د مشهد ښار د وکیل آباد په زندان کې د ایراني اتباعو او چارواکو په شتون کې په دار ځړول شوی دی.

تورن عبداللطیف مرادي نومېږي او د روان کال د روژې په میاشت کې یې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې پر درېیو دیني عالمانو د چړې برید کړی و.

د ایراني رسنیو د معلوماتوله مخې، یو اخوند ځای پرځای مړ شوی و، دوه نور یې روغتون ته لېږدول شوي وو، چې یو یې په روغتون کې ساه ورکړې وه.

ایراني رسنیو هغه مهال ویلي و، چې دغه سړی یو بهرنی وګړی دی چې د افغانستان  له پولې ایران ته داخل شوی و.

د” ٨ صبح ورځپاڼې  ” د غزني د اندړو ولسوالۍ قومي مشرانو د ښځو مهر۳  سوه زره افغانۍ ټاکلی دی” لیکلي دي.

ولسي سرچينې وايي، چې د اندړو ولسوالۍ قومي مشرانو د  ودونو د زيات لګښت د مخنيوي په موخه د واده مهر درې سوه زره افغانۍ ټاکلى او د ودونو نور لګښتونه    يې هم کم کړي دي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته