ټولنه

د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) د شلمې ناستې پایلې له رسنیو سره شریکې شوې

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٩ مه د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) د شلمې ناستې پایلې چې پرون د هېواد د جمهور رييس محمد اشرف غني په ګډون د کابینې غړیو، د ۲۹ هیوادونو ادارو سفیرانو او استازو، د افغانستان د مدني ټولنو غړیو او د خصوصي سکټور استازو په کې برخه اخیستې وه، نن د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ښاغلي تاداماچې یاماماتو، لخوا د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکې شوې. د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په پرونۍ ناسته کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د افغانستان پراختیایې پرمختګونه او لاسته راوړنې او همدا شان د اصلاحاتو په اجنډا بحث وکړ. د مالیې وزیر په ننني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: پرون مو د افغانستان د مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو له سفیرانو او استازو سره د ټاکنو پر اصلاحاتو، مالي اصلاحاتو، د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا او د ځمکې مدیریت پورې اړوند د قوانینو پر اصلاح، په استخراجي صنایعو کې په روڼتیا او حساب ورکونې، د پانګه والو لپاره د اسانتیاوو په راوستلو او د پروسو په ساده کولو، د ولسي تړون پر پروګرام، عامه او خصوصي مشارکت او د پایلو لپاره د وړتیا لوړلو په پروګرام کې په پرمختګونو او لاسته راوړنو هر اړخیزې خبرې وکړې او دا هغه ژمنې دي چې موږ په بروکسل کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره کړي دي. د مالیې وزیر زیاته کړه: له نېکه مرغه زموږ زیاتره ژمنې پلې شوې دي چې پاتې نورې به یې د (SOM) تر ناستې پورې چې د روان کال په مني کې ترسره شي، پلي شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل: زه باور لرم چې د څارنې او همغږۍ ګډه (JCMB) ناسته د پراختیا لپاره په کلیدي برخو کې د افغان دولت ژمنتیا ښیې. نوموړي زیاته کړه، د نړیوالې ټولنې استازو یو ځل بیا له افغانستان سره د اوږد مهالو همکاریو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې دا له بروکسل کنفرانس څخه وروسته چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۴-۵ نېټې جوړ شو، د څارنې او همغږۍ (JCMB) لومړۍ ناسته وه چې د افغانستان لپاره جوړیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته